په افغانستان کې پانګونې ته د ترکي پانګوالو لیوالتیا

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۵:۱۹
په افغانستان کې پانګونې ته د ترکي پانګوالو لیوالتیا

سه شنبه۱۵ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۲۷ لینډی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد نن د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر ترکي پانګوالو سره وکتل.

پدې کتنه کې ترکي پانګوالو د افغانستان د کرهنې له سکتور، خاصو ساختماني موادو د تولید او ترکیې ته له افغانستان څخه د ممیزو د صادرولو په برخه کې خپله لیوالتیا وښوده او د پانګونې په برخه کې یې د افغانستان د اړتیاوو په تړاو معلومات وغوښتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد په افغانستان کې له پانګونې سره د دوی له لیوالتیا خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګوالو لپاره د آسانتیاوو رامینځ ته کولو او د لا زیاتو پانګونو د جلب او جذب په موخه یو ځانګړۍ ریاست جوړ کړی چې بهرني پانګوال کولای شي په آن لاین بڼه ویزه او معلومات ترلاسه کړي.

همدا رنګه محترم مولوي زاهد د دوی د خبرو په اوریدو سره د پانګونې په برخه کې د افغانستان اوسنی اړتیاوې د دوی د فعالیتونو د اړونده سکتورونو مطابق ورته بیان کړې او د افغانستان د صنعتي ساحو د قانون له مخې یې پانګوالو ته د ځمکو د وېش په تړاو یې هم ددې وزارت تیاري څرګنده کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS