په بلخ او تخار ولایتونو کې د داخلې تولیداتو نندارتون

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۳:۳۵
په بلخ او تخار ولایتونو کې د داخلې تولیداتو نندارتون

چهارشنبه د وری ۴مه ۱۴۰۰

د ۱۴۰۰ لمریز کال د پیل او نوروز د جشن د لمانځلو په لړ کې د بلخ او تخار ولایتونو کې د خصوصی او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د داخلي تولیداتو معرفت او ملاتړ په موخه  نندارتونونه ترسره شول .

 تخار ولایت د داخلي توکو په نندارتون کې د یاد ولایت متشبثو میرمنو د لاسي صنایعو ،کرهڼیزو توکو او نورو صنعتی برخو کې خپل تولیدات  په ۴۰ غرفو کې د یوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې کړل .

همدا راز د مزارشریف په مرکز بلخ ولایت کې د داخلي تولیداتو نندراتون دیاد ولایت د صنعت کارانو او متشبثو میرمنو لخوا د لاسي صنایعو،زراعتې محصولات،وچې میوې او نورو داخلې تولیداتو سره په ۳۸ غرفو کې نندارې ته وړاندې شو.

دا نندارتونونه د ۱۴۰۰ یم لمریز کال او د نوروز د تاریخې جشن د لمانځلو په پلمه د ۵ وروځو لپاره د لیدونکو پرمخ پرانستل شوي دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصی سکتور څخه دملاتړ او د داخلي تولیدې توکو د معرفت په موخه د هیواد بیلابیل تولیداتو د ۱۴۰۰ لمریزکال د پیل او نوروز د چشن لمانځلو په هکله په ننګرهار،پروان اوکابل ولایتونو کې  تر سره کړل .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  په پام کې لری چې په روان کال کې په هیواد او د هیواد څخه بهر د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه په بیلابیلو ولایاتو اوهیوادونو کې نندارتونه ترسره کړی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS