په دایکندي ولایت کې د بادامو پروسس ډیر والي
یکشنبه:دچنګاښ۲۰مه ۱۴۰۰
په دایکندي ولایت کې د بادامو د پروسس او بسته بندۍ فابریکې د ۱۳میلیونه افغانیو په لومړنۍ پانګونې سره په کار پیل وکړ.
د ممتاز د بادامو د پورسس او بسته بندۍ فابریکه د یاد ولایت د شهرستان او نیلی په ولسوالیو کې د اکسفام یا (د کلیوالي معیشت د پروګرام ) په مالي ملاتړ په ۱۴۰۰ لمریز کال کې خپل فعالیت پیل کړ چې په شپه او ورځ کې د ۸۴۰۰ کیلو ګرامه بادامو د پروسس او بسته بندۍ وړتیا لري اود یاد ولایت ۲۰ تنو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده .
د دې فابریکي څښتن واي چې د دایکندي ولایت بازارونو ته د خپلو محصولاتو د استولو سربیره دوی دغه محصولات په کابل او ګاونډیو ولایتونوکې هم پلوري او هڅه کوي دغه تولیدات د سیمې او نړۍ بازارونو ته ورسوي.