په هرات ولایت کې د صادراتي محصولاتو داسنادو دپروس د واحد مرکز پرانیسته

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۹:۵۴
په هرات ولایت کې د صادراتي محصولاتو داسنادو دپروس د واحد مرکز پرانیسته

سه شنبه دچنګاښ ۱۵مه ۱۴۰۰

په هرات ولايت کې دصادراتي محصولاتو داسنادو دپروسس واحد مرکز د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ، د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پاینده ، د هرات ولايت والي سترپاسوال عبدالصبور قانع، دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اودخصوصي سکتور استازو په حضور کې پرانستل شو.

 دا مرکز د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پراختیايي بودیجې څخه د څه د پاسه لس ملیونه افغانیو په لګښت د هرات ولایت د اسلام قلعه  ګمرک کې د هیواد د صادراتي توکو د اسنادو د پروسس لپاره د اسانتیاو د برابرولو په موخه جوړ شوی

 ښاغلي غوریاني د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په هرات ولایت کې د صادراتي محصولاتو داسنادو پروسس پرمهال د یوه واحد مرکز د جوړولو هدف د هیواد د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرولی شي.

 ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې دوه اوونۍ دمخه  په کابل ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې هم واحد مرکز پرانستل شو او په نږدې راتلونکي کې به ورته مرکزونه د صادراتو د اسنادو د پروسې د اسانتیا په موخه په نورو سرحدي ولايتونوکې پرانستل شي.

 په دغو مراسمو کې ، د مالیې سرپرست وزیر ، محمد خالد پاینده وویل ، چې د کابل ، کندهار ، ننګرهار او هرات ولایتونو د ګمرک دفترونو کې د مرکز هدف د صادراتو د زیاتوالي لپاره د اسانتیاو چمتو کول او د اسنادو بشپړولو لپاره اړین وخت کمول دي. .

 په دې  مراسمو کې ، د صادراتو په چاروکې  د ولسمشر سلاکار ، د کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت استازو او خصوصي سکتور هم د دې مرکز تاسیس د هیواد د صادراتو پراختیا او د اسانتیاو برابرولو کې ارزښتمن ګام وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS