په هېواد کې دالمونیمي لوښو دتوليد ډېرېدل

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۳:۵۵
په هېواد کې دالمونیمي لوښو دتوليد ډېرېدل

چهارشنبه: دلړم ۲۸مه ۱۳۹۹

په هېواد کې دالمونیمي لوښو دتوليد ډېرېدل دهېواد په یو شمېرولایتونو کې دالمونیمي لوښو تولیدات ډېر شوي او له دې ډلې څخه دهرات او ننګرهار ولایتونه پر ځان بسیاینې ته نږدې شوي دي.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې دالمونیمي لوښو تولیدي فابریکه دلمونیمو بیلابیل ډوله لوښي تولیدوي،چې په دې وروستیو کې یې دتولید ظرفیت لوړ شوی دی.

دغې فابریکې په کال ۱۳۸۱ کې د۱۶میلیونه افغانیو په لومړنۍ پانګونه خپل فعالیت پیل کړ، چې په دغه فابریکه کې المونیمي لوښي ، پروفیل، دیګبخاراو دې ته ورته نور لوښي تولیدیږي او داوس لپاره دیادې فابریکې تولیدي محصولات دسیمې او اروپایي هېوادونو ته صادریږي.

ددي کارخونې د تولید ظرفیت په میاشت کې ۹۰ ټنه دي خو ضرورت وړ اومه موادو د نشتون له امله اوس په میاشت کې ۴۰ ټنه تولیدات لري چې ۳۰۰ تنو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده دا کا خونه خپل د ضرورت وړ مواد د هیواد د المونیمو د ضایعاتو څخه ترلاسه کوي.

همدا راز په ننګرهار کې د المونیم د لوښو تولیدي فابریکې هر ورځ تر ۳ زره کیلو ګرامه له المونیم جوړ لوښي تولیدوي اوسمهال په ننګرهار کې د المونیمو لوښو د تولید ۳ فابریکې فعالیت کوي، چې د ټولو فابریکو د لوښو د تولید ظرفیت ۸۰۰۰ کیلو ګرامه دی خو دمګړۍ ۳۰۰۰ زره المونیم لوښي تولیدوي.

په دغو دریو فابریکو کې همدا شان ۱۷۰ تنو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده، چې د فابریکو په بېلا بیلو برخو کې کار کوي.

د المونیم لوښو تولیدي فابریکو د کار او فعالیت پر وړاندې د ځمکې، بریښنا او خامو موادو کموالی او دغه راز د وارداتي مالونو رقابت لويې ستونزې دي چې په حلیدو سره به یې د فابریکو د ورځني تولید کچه هم لوړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS