په پنجشیر کې د بنسټیز پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د ملاتړ ناسته ترسره شوه

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۹:۴۵
په پنجشیر کې د بنسټیز پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د ملاتړ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه 12 رمضان المبارک 1446 / 22 کب 1403

د پنجشیر ولایت د پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ تر سرلیک لاندې یوه ناسته د یاد ولایت د اته ګونو ولسوالیو او د هغه نړیوالو موسسو د استازو په ګډون چې په افغانستان کې پروژې پلې کوي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر ریاست لاندې جوړه شوه.

په لومړي سر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د یاد وزارت له پروګرامونو څخه یو دادی چې د تشبثاتو سکتور لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو او خاصو سیمو د برابرولو له لارې خلکو ته د کارزمینه برابره کړي تر څو لدې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

تر هغې وروسته د پنجشیر ولایت د خلکو استازو خپلې ستونزې د فقر او بېوزلۍ، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د نشتوالي، د کانالیزاسیون نه شتون،طبیعي پېښې، دپنجشیر سیند د اوبو پورته کېدو په موسم کې د خلکو د کرهنیزو ځمکو تخریب، د معیاري برېښنا نه شتون، په ولسوالیو کې د مناسب سړک او د څښلو د پاکو اوبو نه شتون په توګه یادې کړې او مالداري، د چرګو ساتنه، باغداري، د مچیو ساتنه، د سړو خونو جوړول، د کبانو نیونه او پالنه، سیاحت او لاسي صنایع یې د هغه فرصتونو په توګه یاد کړل چې په پنجشیر ولایت کې شته دي.

د مجلس په دوام د ملي او نړیوالو موسسو محترمو مسوولینو د دغه ناستې له برابرولو او د پروژو په پلي کولو کې یې له موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له همکارۍ مننه وکړه، د پنجشیر په ولایت کې یې د خپلو پروژو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د لا زیاتو پروژو د تطبیق لپاره او د یادو ستونزو د لیري کولو لپاره به هڅه کوي.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي څرګنده کړه چې د پراختیا او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ غونډې به د نورو لږ پرمختللیو ولایتونو له استازیو سره هم دوام مومي، ځکه د نوموړي په خبره د سوداګرۍ او تشبثاتو په برخه کې فعالیت، د نغدي او غیر نغدي مرستو په پرتله یو بنسټیز کار دی.

محترم الحاج نورالدین عزیزي په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له فعالیت څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د تشبثاتو په سکتور کې شا او خوا ۱۲۲ څانګې شته چې د موسسو محترم مسوولین کولای شي د هر ولایت د خلکو د اړتیا پر بنسټ، هلته خپل پروګرامونه پلي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS