کابل ته د ازبیکستان د پلاوي د سفر په پایله کې د دوه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه او توافقنامې لاسلیک شوې

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۲۲
کابل ته د ازبیکستان د پلاوي د سفر په پایله کې د دوه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه او توافقنامې لاسلیک شوې

 دوشنبه ۱۵ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۹ زمری ۱۴۰۳

په کابل کې د ازبېکستان هېواد د محصولاتو او تولیداتو نندارتون او د افغانستان –ازبېکستان د سوداګریزو تړاو کانفرانس، د دوادو هېوادو د خصوصي سکتور او دولتونو تر مینځ د دوه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د ۲۵ هوکړه لیکونو او نړونونو په لاسلیک سره، نن پای ته ورسید.

ددې پروګرام د پای ته رسېدو په محفل کې د افغنستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د دړواړو هېوادو تر مینځ د سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي، د انرژۍ د زیاتولو په برخه کې د ګډو بنسټونو د پراختیا د انرژۍ، کانونو، خدمتونو او نورو ګډو مسایلو په اړه خبرې وکړې او ویې وویل چې دا نندارتون د دواړو وړونو هېوادو تر مینځ د اړیکو د ژور توب لپاره ښه زمینه برابره کړه.

ښاغلي الحاج عزیزي همدا راز زیاته کړه چې د ازبیکستان جمهوریت د افغاني توکیو صادراتو ته له لسو تر اویا سلنه تخفیف په پام کې نیولی او د افغاني صادراتو لپاره یې آسانتیاوې او بازارونه برابر کړي چې لدې لارې مونږ کولای شو د مینځنۍ آسیا هېوادونو ته په مناسبه بیه صادرات ولرو.

 د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ازبېکستان هېواد ته د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور د ګډ پلاوي د سفر یادونه هم وکړه او هلته یې د داخلي محصوړلاتو د نندارتون او سوداګریزې همغږۍ د کنفرانس د جوړیدو په یادولوړ سره وویل چې افغانستان ته د ازبېکستان د جمهوریت د پلاوي د سفر په ترڅ کې د دولت او خصوصي سکتور د غړیو تر مینځ ۲۵ تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک شول چې په ټولیزه بڼه دوه نیم میلیارد ډالره ارزښت لري.

همدارنګه پدې پروګرام کې د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال محترم محمدیونس مهمند،په کابل کې د ازبېکستان سفیر ښاغلی خواجه یادگار شادمانوف، د افغانستان او پاکستان د دوستۍ خونې رییس محترم خان‌جان الکوزي او د افغانستان د سوداګریزې او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي حاجي خیرالدین مایل، افغانستان ته د ازبېکستان جمهوریت د پلاوي پر سفر او د افغانستان او ازبېکستان د سوداګریز تړاو کانفرانس،په کابل کې د ازبېکستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون او کابل ته د ازبېکستان د جمهوریت د پلاوي د سفر په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS