د یو واحد چتر لاندې د جواز ورکولو ډیټابیس سیسټم رامینځته کولو لپاره غونډه ترسره شوه

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۲:۳
د یو واحد چتر لاندې د جواز ورکولو ډیټابیس سیسټم رامینځته کولو لپاره غونډه ترسره شوه

۲۴/۴/۱۳۹۹

د یوه واحد چتر لاندې د وزارتونو او سکتوري ریاستونو د جوازونو یو ډیټابیس سیسټم رامینځته کولو لپاره د جمهوري ریاست د حکم په بشپړ ډول پلي کولو لپاره، د مرکزي ثبت او فکري ملکیت عمومي ریاست او د ۲۰ وزارتونو او خپلواکو ادارو استازو په ګډون ترسره شوه.

د صنعت او سوداګرۍ معینیت سرپرست ښاغلي عبدالکریم ملکیار په غونډه کې د برخوالو ستاینه وکړه، د خدماتو د څانګې مرکز اهمیت او ترواحد چتر لاندې د جواز ډیټابیس سیسټم رامینځته کولو په اړه خبرې وکړې او جمهوري ریاست د حکم په پلي کولو کې یې د ټولو وزارتونو او اداراتو ملاتړ او همکارۍ وغوښتنه وکړه.

پدې ناسته کې، د ګډونوالو نظرونو له اوریدو وروسته پریکړه وشوه چې ټول وزارتونه او ریاستونه مکلف دي چې د ولسمشر فرمان پلي کړي، او د دې پلي کیدو ته به جدي پاملرنه وکړي. همدا راز محترمي اداري داسې قضیې هم په ګوته کوي چې د ولسمشرۍ د عالي مقام د فرمان سره په ټکر کې دي او په رسمي ډول یې مرکزي ثبت ته يې لیږي.

د یادولو وړده چې د واحد چترلاندی د جواز ورکولو ډیټابیس سیسټم د جواز سیسټم مرکزي کوي او د یو چتر لاندې يې تنظیموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS