خصوصي سکتور دحکومت تر ټولو مهم شریک بلل کیږي

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۹:۱۳
خصوصي سکتور دحکومت تر ټولو مهم شریک بلل کیږي

یکشنبه : دزمري ۱۰مه ۱۴۰۰

د افغانستان ډیجیټل اونۍ په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې لومړۍ الکترونیکي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني  وویل چې خصوصي سکتور د حکومت یو مهم شریک دی او د دې سکتور د ستونزو حل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت لومړیتوب دی او زیاته یې کړه چې که خصوصي سکتور نه وی نو  نن به د هېوادوالو ته د اړتیا وړ لومړنیو توکو نرخونه څو چنده لوړ شوي وای.

همداراز جلالتمآب ولسمشر د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزیرانو ته لارښوونه وکړه چې دواړه وزارتونه باید د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي او د دوی د فعالیتونو د پراخولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ ، وزارت ، د بازار دمدیریت  او د هېوادوالولپاره د اړتیا وړ لومړنیو توکو د رسولو په موخه، د مالیې ، کرنې ، اقتصاد ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او خصوصي سکتورپه همکارۍ د لومړنیوتوکو ستراتیژیکو زیرمودچمتو کولو لپاره یو پلان چمتو او ترتیب کړی.

دیادونې وړ ده چې دا پلان په څو غونډو کې د مالیې ، کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ، اقتصاد ،وزارتو، د افغانستان د خونو فدراسیون استازو ، دخصوصي سکتور له بیلابیلو اطاقونواو د خصوصي سکتور داستازو په ګډون چمتو شوی وو ، چې په نږدې راتلونکي کې به دمنظورۍ اخیستو په موخه دولسمشرۍ ماڼۍ مقام ته وړاندې شي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS