دصنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي نثاراحمد غوریاني ته دملت داستازولخوا داعتماد رایه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۹:۴۱
دصنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي نثاراحمد غوریاني ته دملت داستازولخوا داعتماد رایه
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نثاراحمد غوریاني دولسي جرګې لخوا د۲۱۳ موافقو رایو په اخیستلو سره یاد وزارت ته بریالی شو.
ښاغلی غوریاني دهېواد په کچه له لویو سوداګرو او صنعت کارانو څخه دی او په شپاړسمه دوره کې دهرات دخلکو استازی وو.
دیادونې وړ ده چې ښاغلی غوریاني دافغانستان داسلامي جمهوریت دولسمشر او دسولې دعالي شورا دریس ښاغلي ډاکټر عبدالله لخوا دصنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره دسرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی غوریاني دروان کال دوږي میاشتې په ۲۵مه د جمهوري ریاست دلومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح لخوا دیاد وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
دیادونې وړ ده چې ښاغلي غوریاني دصنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره له نوماند کېدو وروسته خپلې کاري برنامې په دریو برخو،دسوداګرۍ اوصادراتوپراختیا،دصنعت وده او دپانګونې دجذب په برخه کې ترتیب کړې
ښاغلی غوریاني د ملت داستازو داعتماد رایو په اخیستلو سره ژمن دی چې خپلې برنامې دملت داستازواو دولتي نهادونو په مرسته عملي کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS