د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره د جمهوررئیس  ناسته

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۹:۵۹
د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره د جمهوررئیس  ناسته

  جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره په ناسته کې د لومړنیو خوراکي توکو په اړه د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اولیه موادو د ستراتېژیکو زېرمو برابرولو طرحې له جمهوررئیس سره شریکې کړې وې ویل، په تېره یوه میاشت کې کابو لس زره ټنه لومړني خوراکي توکي بازار ته عرضه شوي دي.

 وروسته د افغانستان خونو فدراسیون مرستیال د خصوصي سکتور د ستونزو او د هغو د حللارو په اړه خپل مشخص وړاندیزونه بیان کړل.

 جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان خونو فدراسیون غړو او متشبثینو ته په خطاب کې وویل، تر یوې میاشتې پورې به تاسې په امتحاني ډول له تعرفې معاف شئ، وروسته له دې به وضعیت ته په کتو پرېکړه کوو.

جمهوررئیس په ټینګار وویل خصوصي سکتور زما ښی لاس دی، که څوک ترې بډې اخلې ملي خیانت کوي. جمهوررئیس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې خصوصي سکتور سره په مشوره دې په ګمرکونو کې د شفافې پروسې له لارې کارکوونکي وګوماري، ترڅو صادراتو ته لازمه زمینه برابره شي..

محمداشرف غني د چارو ادارې لوی ریاست، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې په ګډه په مرکز او ولایتونو کې د خصوصي سکتور ستونزو د حل په اړه کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS