په ننګرهار کې د کیک،کلچې او میټايې د تولیداتو زیاتوالی
دوشنبه دکب ۴ يمه ۱۳۹۹
په ننګرهار ولایت کې ( ۱۰۵) وړې او لوئی کار خونې د کیک،کلچی او میټایي د تولید په برخه کې فعالیت ترسره کوي.
په مجموعي توګه یادې فابریکی د ورځی تقریباً ( ۷۳) دری اویا ټنه پوری کیک،کلچی او میټایي تولیدوي چې په ذکر شوی سکتورکې ( ۲۰۰۰) په مستقیم او غیر مستقیم ډول هیواد وال په کار مصروف شوي دي.
په دی سکتور کې تقریباً شپاړلس میلیونه اته سوه زره افغانۍ پانګه اچونه شوی ده د تیرو کلونو په پرتله په یاد سکتور تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی د ننګرهار ولایت څخه علاوه د هیواد ډیر شمیر ولایتونو ته هم لیږدول کیږي ،په ننګرهار ولایت کې د کیک او کلچو تولیدي فابریکې د خارجی هیوادونو څخه د کیک او کلچو واریدیدل،بریښنا نشتوالي، تولیدي فعالیت لپاره د ځمکو کموالي او نورو ستونزو سره مخامخ دي
که چیر ته یادی ستونزې حل شی نو د کیک او کلچو په تولید کې به لا زیات والی راشی او هیوادوالوته به د کار کولو زمینه برابره شي.
