په چین هیواد کې میشت له افغان سوداګرو سره خبرې اترې

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۸:۱۲
په چین هیواد کې میشت له افغان سوداګرو سره خبرې اترې

۱/۴/۱۳۹۹
په چین کې میشت یو شمېر افغان سوداګرو دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار سره وکتل.

په دغه کتنه کې په کراچۍ کې دافغان سوداګرو دسوداګریزو توکو او په چین هیواد کې دکرونا ویروس له خپریدو وروسته دویزو دستونزو په اړه نظرونه او وړلندیزونه شریک شول.

ښاغلي ملکیار دیو لړ ستونزو له اورېدو وروسته ، پاکستان هېواد ته دصاداتو دپرانیستو ډاډ ورکړ، او دایې هم په ډاګه کړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستان سره دسوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې دستونزو په لیرې کولو کې پراخ اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي ملکیار وویل چې خصوصي سکتور باید له بدیلو بارو ، لکه لاجورد لاره، چاه بهار بندر، منځنۍ اسیا او هوایي دهلیزونو څخه ګټه واخلي او په هېواد کې دترانزیټ او سوداګرۍ په وړاندې شته وقیعیتونه درک کړي.

ښاغلي ملکیار دا هم وویل چې موږ باید ننګونې په فرصتونو بدلې کړو او په دې برخه کې دولت له خصوصي سکتور سره همکار دی. وروسته، په چین هېواد کې دافغان سوداګرو دویزو دستونزو په اړه ، اړوندو ادارو ته لازم هدایت ورکړ شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۲:۳۳
Background image

دصنعت او سوداګرۍ وزارت درهبرۍ غونډه ترسره شوه

دصنعت او سوداګرۍ وزارت درهبرۍ پلاوي غونډه ددغه وزارت دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار په مشرۍ ترسره او یوشمېر ریسانو،مشاورینواو امرینو پکې برخه واخیسته.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۱۱:۶
Background image

دکندهار ولایت سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه!

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار د کندهار ولایت له سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګرۍ د صنایعو خونې مرستیال یونس مومند او سوداگرۍ وزارت د ریسانو په ګډون غونډه. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۹:۴۶
Background image

دخوست ولایت دسموات باغ په صنعتي پارکونو کې پر ۱۹ شرکتونو دځمکې دخرڅلاو دهوکړې لاسلیک

د۱۹ شرکتونو لپاره دځمکې دویش په اړه دخوست ولایت په سموات باغ صنعتي پارکونو کې ددغې ځمکې دویش هوکړه لیک دسوداګرۍ وزارت دصنایعو چارو او دصنعتي پارکونو دعمومي ریاست تر

BACK TO NEWS