د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د BKMEA (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association)   تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

شنبه، ۵ شعبانالمعظم ۱۴۴۷ / ۴ دلو ۱۴۰۴

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه اتحادیه د نړۍ لسګونو هېوادونو ته صادرات لري او د نړیوالو معیارونو سره سم د ټوکر په تولید کې مهم رول لوبوي.

د لیدنې پر مهال بنګله‌دېش ته د افغانستان د پنبي پر صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سوداګرۍ پر پراختیا هر اړخیز بحثونه وشول. د بنګله‌دېش د ټوکر تولیدوونکې او صادروونکې اتحادیې د افغانستان د پنبې د را نیولو او د دوامداره سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره خپله خوښي او لیوالتیا څرګنده کړه.

ښاغلي زاهد په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان د لوړ کیفیت طبیعي پنبه لري. که د پروسس او معیارونو په برخه کې پانګونه وشي، کولای شي چې د سیمې او نړۍ په بازارونو کې خپل ځانګړی ځای ومومي. نوموړي بنګله‌دېشي تجارانو او فابریکه دارانو ته بلنه ورکړه چې له افغان سوداګرو سره مستقیمې اړیکې جوړې کړي او د ګډو همکاریو له لارې دواړو لورو ته ګټه ورسوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۲۰:۱۳
Background image

جلسه رهبری هیئت تنظیم ایجاد تسهیلات برای تاجران و صنعت‌کاران عودت‌کننده برگزار گردید

جلسه رهبری هیئت تنظیم و ایجاد تسهیلات برای تاجران و صنعت‌کاران عودت‌کننده به رهبری محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۲۰:۱۱
Background image

نمایشگاه تولیدات ومحصولات داخلی کشور در ولایت کندز افتتاح گردید

نمایشگاه بزرگ تولیدات ومحصولات داخلی  به هدف حمایت از تولیدات داخلی، رشداقتصاد، جذب سرمایه‌گذاری و ترویج فرهنگ نمایشگاهی با حضور

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۹:۵۸
Background image

دیدار وزیر صنعت و تجارت با رهبری اتاق پیشه‌وران و اصناف جهت کنترول نرخ‌ها در رمضان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت به منظور کنترول نرخ مواداولیه در بازارهای کشور در ماه مبارک رمضان و بررسی وضعیت

BACK TO NEWS