د افغانستان دتازه  او وچو میوو د سوداګرۍ د مجازي پیوستون غونډه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۵:۵۶
د افغانستان دتازه  او وچو میوو د سوداګرۍ د مجازي پیوستون غونډه

سه‌شنبه مورخ 16صفرالمظفر 1444/22سنبله 1401

 د پاکستان هیواد سره د افغانستان د وچو او تازه میووو د صادراتو،فرصتونو،ستونزو،ترانزیټ او نورو اړوندو برخو په هکله غونډه د صنعت او سوداګرۍ د وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی په مشرۍ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د استازو، د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور استازو،سوداګرو او صنعت کارانو په ګډون په انلاین ډول ترسره شوه .

په پیل کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی  ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه د دواړو هیوادونو ترمنځ په موثره سوداګریزو اړیکو يې خوښي څرګنده او زیاته يې کړه  چې په افغانستان کې اوس د  کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ښه فرصتونه شتون لری، د پاکستان د سوداګریزو،پانګونې او صنایعو خونې استازې يې افغانستان ته دعوت کړل ترڅو له نږدې څخه افغانستان وګوری او هم د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزواو ترانزیټي فرصتونو او ننګونو خبرې اتری وکړی .

نوموړی زیاته کړه ځینې وخت ستونزي د سیاست او اقتصاد، د ګډون په اساس رامنځته کیږی، چې دا مسله باید د تل لپاره  یوله بل څخه جلا شی،موږ دې چارې ته بشپړ چمتو یو،دواړه هیوادونه باید د فرصت څخه ګټه پورته کړي او د سوداګرۍ له لارې خپلو هیوادوالو ا ودهقانانو ته ګټه ورسوو.

د پاکستان مشرانو سره په ناستو کې هغوي موږ سره ژمنه کړې وه چې تجارت او سیاست په جلا ساتو،خو په تیرو اوونیو کې ځینو برخو کې زموږ سوداګرو ته یو لړ ستونزې رامنځته شوې وي چې د مذاکراتو په ترڅ کې حل شوي او هیله لرو بیا ځل دا نوعه ستونزې رامنځته نشی .

ښاغلي عزیزی د بې کیفته درملو په واردولو سره د افغانستان د درملو دصنعت  متضرر کول د دواړو هیوادنو په زیان او په قانونې ډول سوداګری يې د  دواړو هیوادونو په ګټه وبلله .

ورپسې په افغانستان کې د پاکستان په سفارت کې د سوداګرۍ او پانګونې مشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تازه او وچو میو په سوداګرۍ کې د زیاتوالی څخه  خوښی څرکنده کړه ،د افغانستان د سبزیو ستایینه او پاکستان ته يې د صادرولو غوښتنه  وکړه، نوموړې زیاته کړه، هغه څه چې زموږ ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د زیاتولې سبب ګرځې هغه د سوخت زغال دي چې په ورستیو کې د افغانستان لخوا د تعرفې  او ټکس په  لوړلو سره یې سوداګری په ټپه ولاړه ده ، او پاکستان زغالو ته زیاته اړتیا لری، نوموړي هیله څرګنده کړه چې افغان حکومت په زغالو تعرفه ټیټه او د زغالو صادرات بیا ځل پیل کړی.

نوموړې زیاته کړه چې غذایې موادو،قالینو او افغان لاسي صنایعو ته په نړۍ او هم پاکستان کې اړتیا ده او باید پاکستان ته صادرشي نوموړی زیاته کړه ، خصوصی سکتور دې خپلې ستونزی په نښه کړي تر څو پاکستان ورته لازمې اسانتیاوي برابرې کړی ا و هغوي ترې ګټه واخلی ، نوموړې د ګډې سودارګرۍ په هکله وویل افغانستان او پاکستان په زیاتو برخو کې ګډه سوداګرۍ کولای شی .

ورپسې د دواړو لوریو د خصوصي سکتور استازو په خپل وار سره خبرې وکړی ، دد دواړو هیوادونو ترمنځ د بارټر سوداګرۍ،ترانزیټي استانتیاوو،د بسونو د تګ راتګ،په موسمي توکو د ټکس او صادراتو دکموولو،د مالوچو اړوندو ستونزو،بانکې سیسټم،د نوو بندرونو رامنځته کوولو، ترانسپورتي او یو شمیر نورو مسائیلو بحث وکړ.

په پای کې د صنعت او سودارګرۍ وزیر د غونډې پایله راټوله او زیاته يې کړه چې موږ د ټولو ګاونډیو په ځانګړي ډول د پاکستان هیواد سره د سوداګریزو او ترانزیټې اسانتیاوو رامنځته کولو او سیاست څخه د اقتصاد جلا والې ته ژمن يو، د زغالو د صادراتو د اسانه کولو په هلکه موږ په کړنلار کار کوو ترڅو وکولاي شو په اسانه ډول پاکستان ته زغال صادر کړو، ټول مسائیل به په ګډه حل کړو، د پاکستان د خصوصي سکتور څخه يې غوښتنه وکړه چې په هر ایالت کې زموږ سوداګریز استازې شتون لرې تاسي کولای شې خپلې ستونزی او وړاندیزونه په لیکلې ډول شریک، موږ به يې د امارت د مشرتابه ته د حل په موخه وړاندې کړو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۸:۳۶
Background image

توافقات دوجانبه روی تسهیلات تجارتی و ترانزیتی میان افغانستان و پاکستان

مذاکرات دوجانبه میان هیئت امارت اسلامی افغانستان به سرپرستی محترم الحاج نورالدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت و هیئت جمهوری اسلامی پاکستان به سرپرستی محترم محمدخُرم آغا، معین وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

هیئت وزارت صنعت و تجارت از پارک‌های صنعتی ولایت پروان بازدید نمود

محترم مولوی عبدالحمید قیام، رئیس عمومی پارک‌های صنعتی و امورصنایع، رئیس توزیع زمین پارک‌های صنعتی این وزارت و رئیس صنعت و تجارت ولایت پروان از پارک‌های صنعتی باریک‌آب

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

استماع مشکلات صنعت‌کاران ولایت هرات

محترم مولوی قدرت‌الله جمال، معین امور صنعت و تجارت این وزارت در ادامه دیدارهای شان در ولایت هرات، در شهرک صنعتی هرات با صنعت‌کاران این شهرک دیدار و ملاقات نمودند.

BACK TO NEWS