د غوره ملي خدمتونو پسرلني نندارتون کې ګډون

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۷:۴۹
د غوره ملي خدمتونو پسرلني نندارتون کې ګډون

سه شنبه مورخ 28 شعبان المعظم 1444 / 1 وری 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال د غوره ملي خدمتونو نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

د دارلمان په تاریخي ماڼۍ کې د خصوصي سکټور او د داخلي تولیداتو د ملاتړ په پار د تسل شرکتونو لخوا او دصنعت اوسوداګرۍ وزارت په مرسته جوړه شوې نندارتون کې د کابل ولایت والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد، د اقتصاد وزارت مسلکي معین ښاغلي عبداللطیف نظری، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معین ښاغلي ملا سعد الدین سعید، د ملي رادیو تلویزیون لوی رئیس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق، او د ا ا ا د ویاند مرستیال ښاغلي بلال کریمی ګډون درلود.

ګډون والو په خپل وار سره د ننداتونونو د جوړولو پر اهمیت، اقتصادي پراختیا او داخلي توکو ته د بازار موندنې په برخه کې خبرې وکړې او د نندارتونونو جوړول يې مهم وبلل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي جمال د یاد نندارتون جوړول  لوی ابتکار وباله او د جوړونکو څخه مننه وکړه، . نوموړي وویل د ا ا ا د ملت په ملاتړ او مشوره کار کوي، ښاغلي جمال د خپل خبرو په جریان کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړونو، او پلانونو په اړه د مختصرو معلومات په وړاندې کولو سره وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت موخه  د سوداګرو او صنعت کارانو ملاتړ همداراز سوداګرو او صنعت کارانو ته هراړخیزه آسانتیاوې برابرول، د داخلي تولیداتو وده، په هیواد کې بهرنۍ پانګوالو ته د پانګه اچونه لاره هوارول او د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان تولیداتو او محصولاتو ته بازار موندنه ده.

د یادونې وړ ده چې په یاد نندارتون کې سوداګرو او صنعت کارانو خپل  صنعتي او سوداګریز توکې په ۱۶۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړی، چې ۳ ورخي به هیوادوالو ته د نندارې په موخه پرانیستی وی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۴۶
Background image

بازدید الحاج نورالدین عزیزی، از ریاست صنعت و تجارت ولایت کاپیسا

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت با هیئت همراه شان به ولایت کاپیسا سفر نموده و از ریاست صنعت و تجارت این وزارت

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

افتتاح اولین نمایشگاه تولیدات ومحصولات داخلی در شهر نیلی

اولین نمایشگاه تولیدات ومحصولات داخلی کشور در شهر نیلی با حضور محترم کریم صالحی ریس صنعت وتجارت ولایت دایکندی، مقامات محلی آن ولایت، سرمایه گذاران

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۴۱
Background image

هیئت حقیقت‌یاب دولتی و سکتورخصوصی به ولایت ننگرهار سفر نمود

براساس فیصله جلسه محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت با تاجران سبزیجات و میوه‌جات تازه، هیئت حقیقت‌یاب متشکل از تیم تخنیکی این

BACK TO NEWS