د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

شنبه ۲۶ ذوالقعدةالحرام ۱۴۴۶ / ۳ جوزا ۱۴۰۴

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسره کړه. دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ترانزیټي، او زراعتي همکاریو د پراخوالي په موخه جوړه شوې وه.

د چین د ګمرکاتو مرستیال د ښاغلي زاهد او ورسره مل پلاوي هرکلی وکړ او د افغانستان او چین د ښو اقتصادي اړیکو ستاینه یې وکړه او څرګنده یې کړه چې افغانستان د صادراتو په برخه کې ستر پتانسیل لري. هغه زیاته کړه چې چین د افغانستان د صادراتي توکو پر ګمرکي تعرفو معافیت ورکړی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تجارت د پراخوالي لپاره ښه فرصتونه شته. نوموړي یادونه وکړه چې که څه هم د چین قرنطیني معیارونه سخت دي، خو د دغو معیارونو په پوره کولو کې د افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.

ښاغلي احمدالله زاهد د چینایي لوري د همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې:

1. د افغان صادراتو پر ځینو توکو د چین په بازار کې لګیدونکي VAT چې اوس مهال ۹٪ او ۱۳٪ دی، دې تخفیف ورکړل شي ترڅو افغاني صادرات په بازار کې رقابت و کړای شي.2.  د افغانستان او چین ترمنځ دې د یوې عمومي زراعتي تفاهمنامې د لاسلیک پروسه ګړندۍ شي، او تر هغې مخکې دې د افغانستان وچې میوې، طبي بوټي، زعفران، او تازه میوې په ځانګړي ډول انار، د چین له قرنطیني معیارونو څخه معاف شي.

3. افغان موټر دې د قرغیزستان او قزاقستان له لارې د چین خاورې ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي، او همدارنګه دې افغان هوايي شرکتونو ته د ارومچي سربېره نورو چینایي ښارونو ته د پرواز اجازه ورکړل شي.

د چین د ګمرکاتو ادارې مرستیال ډاډ ورکړ چې یاد شوي وړاندیزونه به د دیپلوماتیکو مراحلو له لارې وڅېړل شي او د امکان تر حده به په کې لازمې همکارۍ وشي. هغه ژمنه وکړه چې چین به د افغانستان د صادراتو، زراعتي همکاریو، او ترانزیټي اسانتیاوو په برخه کې دوامدارې مرستې و کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۰:۳۴
Background image

جلسه یک‌پارچه‌سازی سیستم‌های صادراتی برگزار شد

به هدف کوتاه‌سازی روند طی مراحل اسناد صادراتی، جلسه یک‌پارچه‌سازی سیستم‌های صادراتی ادارات دخیل در روند صادرات کشور، تحت ریاست محترم الحاج نورالدین

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۱
Background image

بازدید اتشه تجارتی افغانستان از نمایشگاه بین‌المللی گلفود دبی

اتشه تجارتی وزارت صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان به‌ منظور تشویق، حمایت و تقویت حضور شرکت‌های افغانی در بازارهای جهانی از نمایشگاه بین‌المللی

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

افتتاح نمایشگاه محصولات و تولیدات داخلی در ولایت ارزگان

نمایشگاه محصولات و تولیدات داخلی به هدف حمایت از تولیدات داخلی، رشداقتصاد، جذب سرمایه‌گذاری و ترویج فرهنگ نمایشگاهی با حضور الحاج ملا باری گل طالب، معاوین والی ولایت ارزگان، ملا. . .

BACK TO NEWS