د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په خپل کاري دفتر کې له اوزبیک پانګوالو سره لیدنه وکړه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۲۹
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په خپل کاري دفتر کې له ازبک پانګوالو سره لیدنه وکړه

نېټه: یکشنبه 16 رمضان المبارک 1446 / 26 کب 1403

نن د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمد الله زاهد، د اوزبیکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره یوه مهمه غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې اوزبیک پانګوالو د افغانستان په ساختماني او کان کیندنې برخو کې د پانګونې لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د دې پرېکړې تود هرکلی وکړ او د ساختماني او کان کیندنې په برخو کې د شته فرصتونو په اړه یې مفصل معلومات ورکړل. هغه وویل چې افغانستان اوس په بشپړ ډول خوندي دی او د دغو برخو لپاره د ودې او پرمختګ لپاره پراخه امکانات شتون لري.

د پانګونې د بهیر د لا اسانتیا لپاره، ښاغلي زاهد ازبک پانګوالو ته ډاډ ور کړ چې د افغانستان اسلامي امارت د داخلي او بهرني پانګه والو هر راز ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هر ډول ملاتړ لپاره چمتو دی او د پانګوالو ستونزې او اړتیاوې به په لومړیتوب کې حل کړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هیله څرګنده کړه چې دا پانګونې به د افغانستان اقتصادي ودې ته وده ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا ټینګېدو لامل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۱
Background image

بازدید اتشه تجارتی افغانستان از نمایشگاه بین‌المللی گلفود دبی

اتشه تجارتی وزارت صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان به‌ منظور تشویق، حمایت و تقویت حضور شرکت‌های افغانی در بازارهای جهانی از نمایشگاه بین‌المللی

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

افتتاح نمایشگاه محصولات و تولیدات داخلی در ولایت ارزگان

نمایشگاه محصولات و تولیدات داخلی به هدف حمایت از تولیدات داخلی، رشداقتصاد، جذب سرمایه‌گذاری و ترویج فرهنگ نمایشگاهی با حضور الحاج ملا باری گل طالب، معاوین والی ولایت ارزگان، ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۹:۴۲
Background image

تدویر دومین جلسه بورد مکانیسم جمع‌آوری عواید، تصدیق‌نامه مبدأ و ثبت انوایس

دومین جلسه بورد مکانیسم جمع‌آوری عواید، تصدیق‌نامه مبدأ و ثبت انوایس با حضور رهبری اتاق‌ها و مسئول مرکز جمع‌آوری عواید، تحت ریاست محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

BACK TO NEWS